د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله دویمه لوبه نن سهار د افغانستان پرمهال د سهار ۱۰:۰۰ بجې د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړۍوال جام سیالیو کې د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
دا به د روان نړۍوال شل اوریز جام ١٣مه او په دې جام کې د افغانستان او جنوبي افریقا دویمه لوبه وي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه نیوزلینډ ته بایللې؛ خو جنوبي افریقا بیا د کاناډا خلاف په ښه توپیر بریاخپله کړې.
افغانستان لپاره د دې سیالۍ ګټل په روان نړۍوال جام کې د مخکې تګ لپاره حیاتي او مهم دي.
د افغانستان دغه لوبه د هند په احمداباد ښار نریندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
په دې میدان اولنۍ شل اوره لوبه د هند او انګلستان ترمنځ ٢٠٢١ کال په مارچ کې ترسره شوه او وروستۍ شل اوریزه لوبه پرې په ٢٠٢٣ کال فبرورۍ کې د هند او نیوزلینډ ترمنځ ترسره شوه.
دا میدان د سمندر له سطحې ٨٤ متره پورته دی، پراخ پارکینګ لري، چې ١٣٠٠٠ موټرونه پکې ځایږي.
د نریندرا مودي لوبغالی په ٢٥ هکتاره ځمکه د نیږدې ٨٠٠ کروړه هندي روپیو په لګښت جوړ شوی او په یو وخت پکې ١ لک ٣٢ زره کسان د لوبې ننداره کولی شي.
په یاد لوبغالي کې ٨ شل اوره لوبې ترسره شوي، چې ٥ اول توپوهنې او پاتې درې یې د دویم توپوهنې په کولو سره ګټلې دي.
په دغه لوبغالي کې په یوه لوبه کې زیاتې منډې ٢٣٤ او کمې ٦٦ ترسره شوې دي.
په نریندرا مودي لوبغالي ستر هدف ١٦٦ ترلاسه شوی او کم هدف چې ورڅخه دفاع شوی ١٠٧ دی.
په دې میدان د جنوبي افریقا سره افغانستان په ٢٠٢٣ کال نړۍوال ٥٠ اوریز جام کې هم لوبه ترسره کړه، چې جنوبي افریقا پکې افغانستان ته ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ تر دې دمه درې شل اوریزې لوبې ترسره شوې، چې ټولې یې د نړۍوال جام اړوند دي او افغانستان تراوسه د دغه هېواد پر وړاندې بریا نه لري.
