افغانستان

افغانان په کابل کې د پاکستان سفارت د تړلو او د سفیر د شړلو غوښتنه کوي

پر افغان خاوره د پاکستاني رژیم د پرلپسې بریدونو او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې له زیاتېدو وروسته، ګڼو افغانانو پر ټولنیزو رسنیو له طالبانو غوښتي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت وتړي او سفیر یې وشړي.
ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو پیغامونو کې ویل شوي، چې پاکستان پر افغان سیمو هوايي بمبارونه کوي او د کرښې په اوږدو کې پر ملکي وګړو ډزې ترسره کوي، چې له امله یې بېګناه خلک وژل کېږي او کورنۍ له منځه ځي.
دوی ټینګار کوي، تر هغه چې دا بریدونه دوام لري، طالبان باید په کابل کې د پاکستان سفارت فعالیت وځنډوي او د پاکستان سفیر له هېواده وباسي.
دا غوښتنې داسې مهال راپورته کېږي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي وضعیت ترینګلی شوی او په وروستیو کې پر یو او بل بریدونه زیات شوي دي، چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې په ګڼ شمېر افغان ملکي وګړي په شهادت رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *