د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړۍوالې ورځې په مناسبت، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه سازمان ویلي، افغان ښځې او نجونې د زدهکړو او کار د حقونو د ترلاسه کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
د سازمان سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د انساني کرامت نقض بللی او ویلي یې دي، چې د دغه ډول تاوتریخوالي مخنیوی ګډ اخلاقي مسوولیت دی.
نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو د خوندیتوب لپاره قانوني اقدامات پیاوړي کړي، له مجازاتو څخه د معافیت مخه ونیسي او د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ وکړي.
اسلامي همکاریو سازمان په داسې حال کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي، چې له طالبانو سره تعامل لري او په دې وروستیو کې یې د ښځو د کار او زدهکړو په اړه د طالبانو له چارواکو سره هم خبرې کړې دي.
