قطري او امریکايي چارواکو په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو د بهرني سیاست د ګډو لومړیتوبونو، په ځانګړي ډول د افغانستان، ایران او غزې په اړه خبرې کړې دي.
د ګډې اعلامیې له مخې، دا خبرې د امریکا او قطر د ستراتیژیکو خبرو اترو په اتم پړاو کې شوې دي.
دواړو هېوادونو د ترهګرۍ، د هغې د تمویل او نړۍوالو سازمانیافته جرمونو پر وړاندې د ګډې مبارزې پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د داعش ضد هڅې یې هم ارزولې دي.
په اعلامیه کې د افغانستان په تړاو د بحث شویو مشخصو موضوعاتو یادونه نه ده شوې. قطر تر دې وړاندې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په اسانتیا کې د منځګړي رول لوبولی دی.
