افغانستان

په افغانستان کې د سون‌توکو لوړو بیو د ژمي لپاره د بې‌وزلو کورنیو اندېښنې زیاتې کړې

د ژمي له رارسېدو سره سم، په افغانستان کې خلکو د خپلو کورونو د تودولو لپاره د سون‌توکو پېرلو ته مخه کړې، خو د لرګیو او سکرو د بیو لوړېدو ګڼې بې‌وزلې کورنۍ د ژمي د سون‌توکو له برابرولو سره له ستونزو سره مخ کړې دي.

د افغانستان په ډېرو سیمو کې د مرکزي تودوخې سیسټمونو ته د خلکو محدود لاسرسی او پر لرګیو او سکرو تکیه، د ژمي په موسم کې د سون‌توکو اړتیا لا زیاتوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه افغانان، چې د هېواد نږدې ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بیارغونې، زیربناوو جوړولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره د پروژو د پلي کېدو وایي، خو لا هم ګڼ افغانان له بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ سره مخ دي او ځینې یې د کار موندلو لپاره نورو هېوادونو ته کډه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *