افغانستان

د یوناما مشره: د افغانانو وړتیاوې او هیلې له ننګونو لویې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې رباب فاطمې د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت ویلي، د افغانانو پر وړاندې ننګونې د پام وړ دي، خو د دوی وړتیاوې، هیلې او استعدادونه تر دغو ننګونو لوی دي.

نوموړې ویلي، د افغانستان راتلونکی د دغه هېواد خلکو پورې اړه لري او ملګري ملتونه به د افغانانو ترڅنګ د یوه ښه راتلونکي په جوړولو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

فاطمې ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه د افغانانو د کرامت، فرصتونو او هوساینې د ملاتړ لپاره ژمن دي.

دا د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې لومړنی پیغام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *