د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو د درېاړخیزې لوبلړۍ په خپله دویمه لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې بنګلهدېش د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، خو افغان توپ اچوونکو د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۶۰ منډو وسوځول.
د افغانستان په ګټه راشد خان څلور ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې یمین احمدزي او عظمت الله عمرزي دوه ـ دوه او محمد نبي او بلال سمیع یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.
افغان لوبډلې د ۱۶۱ منډو هدف په تعقیب کې د رحمت شاه د ۶۷، حشمت الله شهیدي د ۳۶ او ابراهیم ځدراڼ د ۳۴ منډو پر مټ یاد هدف د لوبې په ٣٦ اور کې پوره کړ او بنګلهدېش ته یې ماتې ورکړه.
بنګلادېش تر دې مخکې خپله لومړي لوبه زمبابوې ته بایللې وه.
دغه لوبې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.
