نړۍ

روبیو: امریکا له منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو منځنۍ اسیا ته د سفر په ترڅ کې ازبکستان ته تللی، څو له سیمې سره د واشنګټن سوداګریزې او امنیتي اړیکې پیاوړې کړي.

روبیو د دوشنبې په ورځ په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له چارواکو سره د «C5+1» په غونډه کې ګډون کړی.

هغه ویلي، امریکا غواړي په منځنۍ اسیا کې پیاوړی شریک وي او دغه سیمه په تېرو دوو لسیزو کې د واشنګټن د پالیسۍ جوړونکو له لوري د کافي پاملرنې وړ نه وه.

د راپور له مخې، له روبیو سره په دغه سفر کې د نږدې ۳۰۰ امریکايي شرکتونو استازي هم ملګري دي، چې موخه یې په سیمه کې د پانګونې، صادراتو، سوداګرۍ او امنیتي همکاریو پراخول دي.

روبیو به د خپل سفر په دوام د روانې اوونۍ په وروستیو کې هند ته هم ولاړ شي.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د روسیې او چین ترمنځ له ستراتیژیک موقعیت څخه د برخمنې منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *