واشنګټن پوسټ د څو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې پنټاګون ښايي د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور د امریکا د منځمهالو ټاکنو، چې د لړم په ۱۲مه ترسره کېږي، تر مخه خپور کړي.
د سرچینو په باور، د راپور خپرول ښايي له سیاسي فرصتطلبۍ سره تړاو ولري؛ خو ځینو نورو سرچینو ویلي، چې د راپور د خپرېدو کره نېټه لا نه ده معلومه.
د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې د دفاع وزیر په لارښوونه د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ګډوډ وتلو بهیر ارزول پیل کړي او په دې لړ کې یې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره مرکې هم کړې دي. امریکايي چارواکي وايي، هغه کسان به ځواب ویلو ته اړ کړي، چې د دې ګډوډۍ لامل شوي دي.
د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د داعش ځانمرګی برید هم وشو، چې شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان پکې ووژل شول.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ د اګست په میاشت کې ویلي وو، چې د روان میلادي کال تر پایه به د دې ارزونې بشپړ راپور چمتو شي. د پنټاګون ویاند شان پارنېل هم ویلي، چې د ارزونې موخه د ۱۴۰۰ کال د زمري د پېښو په اړه د بشپړ، روڼ او رښتیني راپور وړاندې کول او د پرېکړو په بهیر کې د ناکامیو پېژندل دي، څو د ورته پېښو د تکرار مخه ونیول شي.
