د جنرال عبدالرازق اڅکزي د وژل کېدو د اتم تلین په مراسمو کې یو شمېر سیاسي څېرو د افغانستان پر روان وضعیت، ملي یووالي او له طالبانو سره د خبرو اترو پر څرنګوالي څرګندونې کړې دي.
د افغانستان پخواني بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، بهرنۍ لاسوهنې، د طالبانو استبدادي سیاستونه او د سیاسي څېرو اختلافات ملي یووالی کمزوری کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې له ټولنیز عدالت پرته تلپاتې سوله ناشونې ده او طالبان باید بینالافغاني خبرو اترو ته غاړه کېږدي.
د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور بیا د هغو جګړو مخالفت کړی، چې د ده په وینا، د پردیو په اشاره او د هغوی د ګټو لپاره ترسره کېږي. نوموړي د احمد مسعود او یاسین ضیاء پر ډلو نیوکه کړې، چې د پاکستان د ګټو لپاره افغان ځوانان قرباني کوي، او ویلي یې دي، که جګړه کوي، افغانستان ته دې ستانه شي.
بلخوا، د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم افغانستان د نړیوالو ترهګرو او سترو قدرتونو د سیالیو ډګر بللی او ویلي یې دي، چې د مقاومت مبارزین به د هېواد د ژغورلو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د مقاومت شورا د رهبرۍ غړي محمد محقق هم ویلي، چې نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو له طالبانو سره پر خبرو ټینګار کړی، خو نوموړي شک څرګند کړی، چې د طالبانو او مخالفانو ستونزې دې یوازې د خبرو اترو له لارې حل شي.
