د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۴۳ کسان په خپلسري ډول نیول شوي او په ۹۷ پېښو کې له ښځو او نارینهوو سره ناوړه چلند شوی دی.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې په راپور کې راغلي، دغه نیونې او د ناوړه چلند پېښې تر ډېره د امربالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبینو له لوري د حجاب د مراعتولو، د ږیرې د لنډولو، د لوېدیځو ویښتانو د ډولونو، په جوماتونو کې د جماعت د لمانځه د نه ادا کولو او د موسیقۍ د اورېدو په تړاو ثبت شوې دي.
د ښځو او نجونو وضعیت
یوناما ویلي، د یادې مودې پر مهال یې د حجاب د مراعتولو په تړاو د ښځو او نجونو د نیولو، توقیف او خبرداري ورکولو تر ۵۰ ډېرې پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې، ډېری دغه نیونې په هرات او کابل کې شوې دي. په ثبت شویو پېښو کې یوه ۱۳ کلنه نجلۍ هم شامله ده چې د حجاب د مراعتولو په تړاو نیول شوې او یوه شپه په توقیف کې ساتل شوې وه.
راپور زیاتوي، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې پنځه کاله پوره شول چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له رسمي زدهکړو محرومې دي. همدارنګه، ښځې او نجونې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر راهیسې لوړو زدهکړو ته له لاسرسي محرومې دي.
یوناما همدارنګه د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په پروان او هلمند ولایتونو کې ښځې د محرم د نه لرلو له امله روغتیايي مرکزونو او بازار ته له ننوتلو منع شوې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو ملکي قربانیان
د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۳۰مې پورې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پورې غاړې پېښو له امله ۵۱۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۳۶ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې پورې په دغو پېښو کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې د کونړ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د ځینو پېښو یادونه هم شوې چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو او ډزو له امله پکې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پخوانیو حکومتي او امنیتي چارواکو وضعیت
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د غړو د خپلسري نیولو لږ تر لږه ۱۴ پېښې او د هغوی د وژل کېدو څلور پېښې ثبت شوې دي.
یوناما ویلي، هغه پخواني حکومتي چارواکي او امنیتي منسوبین چې افغانستان ته بېرته راستانه کېږي، د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخ دي؛ سره له دې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې عمومي عفوه اعلان شوې وه.
بدني سزاوې او د کوکنارو د کښت اړوند پېښې
یوناما ویلي، د راپور تر پوښښ لاندې درېیو میاشتو کې یې د ۲۸ کسانو د قضايي بدني سزا ورکولو پېښې ثبت کړې دي چې ۲۲ نارینه او شپږ ښځې پکې شاملې دي.
د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د بدخشان ولایت په یاوان او یفتل سیمو کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو د عملیاتو په تړاو رامنځته شوې پېښه هم له مرګژوبلې سره مل وه. د یفتل ولسوالۍ په بازار اتفاق سیمه کې د اعتراضونو پر مهال د چارواکو د ځانګړو ځواکونو په ډزو کې دوه نارینه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي. یوه ښځه هم ټپي شوې ده. راپور زیاتوي چې په ورته پېښه کې دوو ناپېژاندو کسانو د ځانګړو ځواکونو دوه غړي هم وژلي دي.
د رسنیو ازادي او د خبریالانو وضعیت
یوناما ویلي، د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې پورې یو شمېر رسنۍ تړل شوې دي او خبریالان د خپلو کاري فعالیتونو پر مهال له خپلسري نیونو سره مخ شوي دي.
د راپور له مخې، راډیو اصلاح، لاپیس رسنیز مرکز او راه فردا ټلوېزیون د یادې مودې پر مهال له فعالیت څخه منع شوي دي. همدارنګه، یو خبریال په بدخشان کې د چارواکو پر کړنو د نیوکې له امله نیول شوی و، چې یوه ورځ وروسته خوشې شو.
د شیعه ټولنې د بنسټونو تړل کېدل
د یوناما د راپور له مخې، د سپټمبر په میاشت کې د شیعه ټولنې اړوند یو شمېر بنسټونه تړل شوي او د دغو بنسټونو کارکوونکي نیول شوي دي.
راپور وايي، د سپټمبر په پنځمه په کابل کې د خاتمالنبیین پوهنتون ۲۸ نارینه کارکوونکي نیول شوي وو. څلور تنه یې په هماغه ورځ او پاتې ۲۴ کسان د سپټمبر په اتمه او نهمه خوشې شوي دي.
یوناما زیاتوي، د سپټمبر په ۱۶مه د لوړو زدهکړو وزارت په کابل کې د خاتمالنبیین پوهنتون او په غزني کې د هغه د څانګې د فعالیت جوازونه لغوه کړل. د وزارت ویاند د رسنیو په خبرو کې ویلي وو چې د مقرراتو د پرلهپسې سرغړونو او د اصلاحاتو د نه پلي کولو له امله یې جوازونه لغوه شوي دي.
یوناما ټینګار کړی، چې دغه راپور د ۲۰۲۶ کال د جولای، اګست او سپټمبر میاشتو پر مهال د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت د څارنې پر بنسټ چمتو شوی دی. په راپور کې د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو، خپلسرو نیونو، بدني سزاوو، د رسنیو د فعالیتونو د محدودېدو او د پولې پورې غاړې پېښو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې موضوعات مهم ځای لري.
