افغانستان

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د طالبانو څخه د بي‌بي‌سي د راډیويي خپرونې بېرته پیل غوښتنه کړې

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې (CPJ) له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې د بي‌بي‌سي نړۍوال سرویس د دري، پښتو او انګلیسي ژبو اېف‌اېم راډیويي خپرونې سمدستي بېرته پیل کړي.

یادې کمېټې د چهارشنبې په ورځ ویلي، د دغو خپرونو ځنډول خپلواکو معلوماتو او خبرونو ته د افغانانو لاسرسی محدودوي.

په ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، د بي‌بي‌سي فعالیتونه د پرله‌پسې سرغړونو له امله په موقتي ډول ځنډول شوي، خو د سرغړونو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

بي‌بي‌سي ویلي، د افغانانو لپاره یې د دري، پښتو او انګلیسي ژبو خدمتونه د لنډو او منځنیو څپو، سپوږمکۍ او انلاین بڼو له لارې لا هم فعال دي.

بي بي سي زیاتوي، چې د نشراتو بېرته پیل لپاره په افغانستان کې د چارواکو سره خبرې کوي.

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا غږ پښتو او ازادي راډیوګانو خپرونې هم تړلې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *