نړۍ

زیلېنسکي له روسیې سره د ډیزلو پر هوکړه د ټرمپ پرېکړه وغندله

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي د امریکا او روسیې ترمنځ د ډیزلو د صادراتو هوکړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ډالۍ بللې او خبرداری یې ورکړی، چې دا اقدام ښايي جګړه اوږده کړي.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، روسیه به په څو پړاوونو کې میلیونونه ټنه ډیزل د امریکا او نړيوالو بازارونو ته صادر کړي. د دې هوکړې له مخې، د روسیې د ډیزلو پر صادراتو ځینې بندیزونه هم په لنډمهاله توګه ځنډول شوي دي.

زیلېنسکي ویلي، روسیه د دې هوکړې له لارې ترلاسه شوې ګټې د اوکراین پر ضد د نورو بریدونو لپاره کارولی شي؛ خو ټرمپ دغه اقدام د امریکا د سون‌توکو د بیو د راټیټولو له هڅو سره تړلی دی.

په ورته وخت کې، د انرژۍ شنونکي وایي، د روسیې د ډیزلو ټاکل شوې اندازه د امریکا د ورځني مصرف په پرتله محدوده ده او ښايي د سون‌توکو پر بیو د پام وړ اغېز ونه کړي.

د بریتانیا حکومت بیا ویلي، چې له اوکراین سره به خپل پوځي او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او پر روسیې به د بندیزونو له لارې فشار زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *