افغانستان

روسیه: د افغانستان پخوانی حکومت د امریکا پلوی او لاس‌پوڅی و

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پخوانی حکومت لاس‌پوڅی او د امریکا پلوی بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان دوه لسیزې د لوېدیځو ځواکونو تر استعمار لاندې و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پرون په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې ۲۵ کاله وړاندې د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر یوه خپلواک هېواد د توغندیزو بریدونو اجازه ورکړه او وروسته یې هغه هېواد اشغال کړ.

هغې زیاته کړې، چې دغه پوځي عملیات د یوه ظاهراً توجیه کېدونکي دلیل تر نامه لاندې ترسره شول چې په پایله کې یې د طالبانو حکومت ړنګ شو.

زاخارووا ویلي، امریکا د افغانستان خلکو ته د امریکايي ډوله ډیموکراسۍ، اقتصادي ودې او هوساینې ژمنې ورکړې، خو د هغې په وینا، دغه ژمنې وروسته تشې خبرې او تبلیغاتي شعارونه ثابت شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ادعا کړې، چې د امریکا له برید وروسته په کابل کې داسې حکومت رامنځته شو، چې اساسي دنده یې په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو د حضور مشروعیت ورکول وو.

هغې د خپلو خبرو په دوام ویلي، د اشغال پر وړاندې یو رښتینی ولسي پاڅون رامنځته شو او لوېدیځ ځواکونه له دوو لسیزو پوځي حضور وروسته اړ شول چې له افغانستانه ووځي.

بلخوا، د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند د امریکا پر وړاندې د جګړې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې د دغو پېښو په پایله کې په افغانستان کې زرګونه کسان ووژل شول، ټپیان، بندیان او کډوال شول.

هغه زیاته کړې، افغانانو د جهاد او قربانیو په پایله کې وکولای شول چې خپل هېواد ازاد کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *