په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې درې ورځنۍ جرګې د پښتنو د تاریخي، ژبنیو او جغرافیایي سیمو د یوځای کولو او د یوې متحدې پښتون صوبې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
جرګې، چې د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د نواب محمد ایاز خان جوګېزي په مشرۍ جوړه شوې وه، په پایاعلامیه کې د امنیت، صوبايي واک، معدنیاتو، سوداګرۍ، سیاسي بندیانو او لادرکه کسانو په اړه یو شمېر غوښتنې مطرح کړې دي.
جرګې د سویلي پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر ناامنۍ اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې د امن او انتظام واک دې ملکي ادارو ته وسپارل شي.
په اعلامیه کې د پښتنو مېشتو سیمو د معدني سرچینو او ځمکو د خلکو له رضایت پرته د نورو کسانو یا شرکتونو ته د سپارلو مخالفت شوی دی.
جرګې همداراز د چمن ـ سپینبولدک، تورخم او نورو پخوانیو لارو د قانوني سوداګرۍ او تګ راتګ د عادي کېدو غوښتنه کړې او د سیاسي بندیانو د خوشې کولو او د لادرکه کسانو د موندلو غوښتنه یې هم کړې ده.
د جرګې ګډونوالو د بلوچستان د سیاسي او اداري جوړښت په اړه د پښتنو او بلوچانو د برابرۍ پر اصل د ټینګار ترڅنګ ویلي، که دغه اصل عملي نه شي، د پښتون مېشتو سیمو لپاره دې د سویلي پښتونخوا په نوم جلا صوبه جوړه شي.
