افغانستان له رېل پټلۍ د اګست په میاشت کې له ۷۰۴ زره ټنو ډېر مالونه لېږدول شوي
د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د روان ۲۰۲۶ کال د اګست په میاشت کې د هېواد له رېل پټلیو څخه له ۷۰۴ زره ټنو ډېر سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ټولټال ۷۰۴ زره او ۳۰۰ مټریک ټنه نفتي او غیرنفتي توکي او نور مواد د افغانستان د څلورو مهمو رېل پټلۍ له لارې صادر او وارد شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د حیرتان رېل پټلۍ تر ټولو ډېره اندازه توکي لېږدولي چې ۴۶۴ زره او ۷۶۷ ټنه کېږي.
ورپسې د خواف–هرات له لارې ۱۳۷ زره او ۶۸۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۶۲ زره او ۱۵ ټنه او د اقینې له لارې ۳۹ زره او ۸۳۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي.
وزارت وايي، د هېواد رېل پټلۍ د افغانستان د صادراتو په برخه کې هم مهم رول لري او د اګست په میاشت کې ۳ زره او ۷۵۱ ټنه ګاز لرونکي مشروبات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت په وینا، د رېل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد او صادراتو پراختیا کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو، د ملي عوایدو په زیاتېدو او د اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
وزارت زیاتوي چې اسلامي امارت د سوداګرو لپاره د سوداګرۍ د شرایطو د ښه کولو او د ترانسپورتي اسانتیاوو د پراخولو لپاره هڅې کوي.
