نړۍ

امریکا او وینزویلا د نړۍ تر ټولو ستر د تېلو تړون لاسلیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالاتو له وینزویلا سره د نړۍ په تاریخ کې د تېلو تر ټولو ستر تړون کړی دی.

ټرمپ په یوه بیان کې ویلي، د ده په لارښوونه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د جګړې وزیر پیټ هېګسېت، د وینزویلا له لنډمهالې ولسمشرې ډېلسي رودریګز سره په نږدې همکارۍ او د خصوصي سوداګریزو شرکتونو له لارې، په وینزویلا کې د څه باندې ۶۵ میلیارد بېرله ثابتو تېلو زېرمو اکثریتي کنټرول ترلاسه کړی دی.

د ټرمپ په وینا، د دغه تړون لپاره به د امریکا مالیه ورکوونکو ته هېڅ لګښت نه متوجه کېږي او دا تاریخي معامله به د امریکا د تېلو زېرمې له دوه برابرو څخه هم زیاتې کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د تړون له امله به د امریکا د تېلو عرضه زیاته او په اوږده موده کې به د پټرولو بیې د امریکایانو لپاره په پام وړ کچه راټیټې شي.

ټرمپ دغه تړون د امریکا او وینزویلا ترمنځ د مخ پر پراختیا اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا معامله به وینزویلا د اقتصادي ودې او پراخې سوکالۍ پر لور له تګ سره مرسته وکړي.

ټرمپ وایي، دا تاریخي معامله به د امریکا د تېلو عرضه په پام وړ ډول زیاته او د اوږدې مودې لپاره به د سون توکو بیې راټیټې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *