افغانستان

چنګاښ میاشت کې له راستنېدونکو سره د ۱۷۱ میلیونه افغانیو بشري مرستې شوې دي

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د تېر چنګاښ میاشتې پر مهال له راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو سره د شاوخوا ۱۷۱ میلیونه افغانیو په ارزښت بشري مرستې شوې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په یاده موده کې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ۳۱ زره ۳۲۰ راستنېدونکو او بېځایه شویو کورنیو سره ټولټال ۱۷۰ میلیونه، ۹۵۹ زره او ۹۱۸ افغانۍ مرستې وېشل شوې دي.

وزارت وایي، دغه مرستې د کډوالو چارو وزارت د اړوندو واحدونو په همغږۍ او د همکارو بنسټونو په مرسته په کابل، بامیان، کاپیسا، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، پنجشېر، دایکندي، ننګرهار، خوست، میدان وردګو، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، غور، بلخ، بغلان، جوزجان، کندز او تخار ولایتونو کې وېشل شوې دي.

د سرچینې په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پیسې، خېمې، روغتیايي خدمتونه، سرپناه، د مدني اسنادو ترلاسه کولو اسانتیاوې او د کاري بوختیاوو برابرول شامل وو.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر زیات شوی دی. د کډوالو په چارو کې یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي او د هغوی د خوندي او باعزته راستنېدو زمینه برابره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *