په وروستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو بازارونو کې د تېلو او مایع ګازو د بیو لوړېدو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.
یو شمېر هېوادوال وایي، د سونتوکو د بیو لوړوالي د دوی پر ورځني ژوند او اقتصادي وضعیت منفي اغېز کړی او د کاروبار لګښتونه یې زیات کړي دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، مخکې د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۴ افغانۍ وه، خو اوس دغه بیه له ۷۴ تر ۸۰ افغانیو پورې لوړه شوې ده.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د هر لېټر ډیزلو بیه شاوخوا ۷۳ افغانۍ او د پټرولو بیه شاوخوا ۷۹ افغانۍ ده.
خلک له اړوندو ادارو غواړي، چې د هېواد په بازارونو کې د سونتوکو د بیو د کنټرول او څارنې لپاره جدي اقدامات وکړي، څو د بیو له بېثباتۍ مخنیوی وشي.
د طالبانوحکومت مسوولان وایي، په بازارونو کې د تېلو او ګازو د بیو لوړوالی څاري او د دوامدارې څارنې له لارې هڅه کوي چې بیې راکمې او بازارونه منظم شي.
د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د سونتوکو بیې د نړۍوال بازار، وارداتو، د اسعارو د تبادلې نرخ او د ترانسپورټي لګښتونو له بدلونونو اغېزمنېږي.
خلک ټینګار کوي، چې د بیو دوامداره څارنه او د احتکار مخنیوی کولای شي د بازار ثبات ته مرسته وکړي.
