افغانستان سیاست

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل ته ورسېد

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال، وحید جلال‌زاده، د یوه پلاوي په مشرۍ نن کابل ته رسېدلی، څو د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ کونسلي کمیسیون په پنځمه ناسته کې ګډون وکړي.

په کابل کې د ایران سفارت د نوموړي د سفر پخلی کړی او ویلي یې دي، چې جلال‌زاده به د خپل سفر پر مهال له طالب چارواکو سره هم وګوري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، اسماعیل بقایي، په وینا د دې سفر موخه په کونسلي چارو کې د همکارۍ پراخول، د دواړو هېوادونو د وګړو د ستونزو د حل لارې لټول او د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ده.

ټاکل شوې، چې د ګډ کونسلي کمیسیون په پنځمه ناسته کې د کونسلي اسانتیاوو، قانوني تګ راتګ او د دواړو هېوادونو د اتباعو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *