د طالبانو حکومت د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، د هېواد په څلورو ولایتونو کې ۹۸۵ راستنو شوو کډوالو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکې نومرې وېشل شوې دي.
د وزارت په وینا، دا نومرې پرون یکشنبې په ننګرهار، فراه، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې وېشل شوې دي. د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې ۶۸۱، په فراه کې ۵۹، په فاریاب کې ۱۱۰ او په نیمروز کې ۱۳۵ کورنیو ته ځمکه ورکړل شوې ده.
وزارت وایي، د دې پروګرام موخه راستنو شوو کډوالو ته د دایمي سرپناه او استوګنې زمینه برابرول دي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۹ زره او ۱۳۳ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او دا بهیر دوام لري.
