نړۍ

د اوربند سربېره اسراییلو پر لبنان بریدونه جاري ساتلي دي

ایران او ترکیې پر لبنان د اسراییلو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د مخینوي غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییلو ترمنځ د اوربند د هوکړې د کړنلارې له لاسلیک سره سره، اسراییلي ځواکونو پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغو بریدونو په لبنان کې د امنیتي وضعیت او د اوربند د عملي کېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ورته مهال، د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، د اسراییلو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ایران نوی مشرتابه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د یووالي، همغږۍ او ګډ دریځ د پیاوړتیا مسوولیت پر غاړه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو د حل لپاره د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې همکاري او ګډې هڅې اړینې دي.

په همدې حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې د اسراییل جګړه‌ غوښتونکي حکومت ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې یو ځل بیا سیمه د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ پر لور بوځي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي د سیمې ټول خلک، د دیني باورونو له توپیر پرته، په سوله، ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *