ځانګړي خپرونې

بلوچستان کې نښتې: ادعا شوې چې ۱۵ پاکستانی سرتېري وژل شوي او څو نور ټپیان دي

د بلوچ ازادۍ غوښتونکي غورځنګ په یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا کړې، چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد په اتو جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۵ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

په دغه بیان کې ویل شوي، چې دا بریدونه د بلوچستان په مند، بلیده، مشکے، کولوا، چاغي او بارکھان سیمو کې ترسره شوي دي.

یاد غورځنګ ادعا کړې، چې د پاکستاني پوځ کاروانونه د درنو او سپکو وسلو په واسطه په کمینونو او وسله‌والو بریدونو کې هدف ګرځول شوي دي.

دغه ادعا شوې ډلې همداراز ویلي، چې د پاکستان د پوځ یو بې‌پیلوټه الوتکه (ډرون) یې هم ویشتلې او څو پوځي موټرونو ته یې زیان رسولی دی.

په بیان کې دا هم راغلي، چې په ځینو سیمو کې یې لنډمهالي امنیتي پوستې جوړې کړې، د پولیسو یو تاڼه یې نیولې او هلته موجود تجهیزات، اسناد او ماشینونه یې سوځولي دي. همدارنګه د بارکھان په سیمه کې د څارنې تجهیزاتو لرونکی یو مخابراتي برج هم د برید هدف ګرځول شوی دی.

د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ په وینا، دوه هغه موټرونه چې د «بلوچستان د ملي سرچینو» په انتقال کې ښکېل وو درول شوي او چلوونکي یې تر خبرداري وروسته خوشې شوي دي. دغه غورځنګ د یوه هغه کس د وژنې مسوولیت هم اخیستی چې د پاکستان له امنیتي ادارو سره په همکارۍ تورن بلل شوی.

تر اوسه د پاکستان حکومت یا پوځ له لوري د دغو ادعاوو په اړه رسمي تأیید یا رد نه دی شوی.

په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د وسله‌والو بریدونو زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له امله یې د امنیتي وضعیت او د دولت د کنټرول په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

شنونکي وایي چې د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکو له لوري د فعالیتونو او وسله‌والو بریدونو په زیاتېدو سره، دغه غورځنګ په ځینو سیمو کې د بشري ملاتړ ترڅنګ پراخ پوځي ظرفیت د ترلاسه کولو هڅې کړې دي.

د دوی په وینا، د وروستیو کلونو په ترڅ کې د دې ډلې عملیات پراخ شوي او د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د بریدونو شدت هم لوړ شوی دی، چې له امله یې د سیمې امنیتي وضعیت لا پېچلی شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *