یو شمېر رسنۍ د سیمهییزو سرچینو له قوله وایي، چې تېره شپه د پاکستاني ځواکونو له خوا د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښار کې دوه خبریالان تښتول شوي دي.
د دغو دوو خبریالانو هویت د «سنا اچکزای» او «مقبول جعفر» په نومونو یاد شوی دی.
د سرچینو په وینا، پاکستاني نظامیان د شپې مهال د دغو خبریالانو کورونو ته ننوتلي او دواړه یې له ځان سره بېولي دي.
تر اوسه د دغو دوو خبریالانو د تښتونې له پېښې څو ساعته تېر شوي، خو پاکستاني چارواکو لا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته کوم رسمي څه نه دي ویلي.
راپورونه زیاتوي، چې په بلوچستان کې د امنیتي پېښو د زیاتوالي له امله، پاکستاني چارواکو مخکې تر دې رسنیو ته خبرداری ورکړی و، چې د نښتو، وسلهوالو بریدونو او د خپلو ځواکونو د مرګژوبلې په اړه دې پراخ راپورونه نه خپروي.
