افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان: پاکستان کې پر افغان کډوالو چاپې، نیونې او جبري ستنول زیات شوي

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې د پاکستان حکومت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له زیاتېدو وروسته د افغان کډوالو پر وړاندې چاپې، خپل‌سري نیونې او جبري ایستل په بې‌ساري ډول زیات کړي دي.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د پولیسو عملیاتو زرګونه افغان کډوال، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، له روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو اساسي اسانتیاوو بې‌برخې کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې فرشته عباسي ویلي: “پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د ساتنې پر ځای د هغوی ترمنځ وېره خپروي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ راهیسې، کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې زیاتې شوې، پاکستاني پولیسو په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو پر مېنو چاپې وهلې، کور په کور تلاشي یې کړې او ګڼ کسان یې له قانوني اسنادو پرته نیولي دي. د راپور له مخې، حتی هغه افغانان هم نیول شوي چې معتبرې ویزې یې لرلې.

د راپور پر بنسټ، نیول شوي افغانان لومړی توقیف‌خونو ته لېږدول کېږي او وروسته بېرته افغانستان ته ایستل کېږي. یوازې په ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه له ۱۴۶ زرو ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې پولیسو افغان کډوال د بازار، ښوونځي او کار موندنې پر مهال نیولي، موبایلونه او پیسې یې ترې اخیستي او د خوشې کېدو په بدل کې یې ترې رشوت غوښتی دی.

راپور وایي، ګڼ هغه کسان چې بېرته افغانستان ته ستنول شوي، له جدي خطر سره مخ دي. په دغو کسانو کې خبریالان، د بشري حقونو فعالین، مدني فعالین او هغه کسان شامل دي چې د پخواني افغان حکومت سره یې اړیکې لرلې یا د طالبانو پر ضد د دریځ لرلو په تور پېژندل کېږي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې لږ تر لږه نهه افغان خبریالان، چې ځینې یې قانوني ویزې هم لرلې، په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

یوې افغانې مېرمنې چې په زور افغانستان ته ستنه کړل شوې، ویلي: “موږ پولیسو ته زارۍ وکړې چې بېرته مو مه استوئ، خو هغوی زموږ خبرې وانه‌ورېدې. یوازې هغه کسان خوشې کېدل چې پیسې یې ورکولې.”

راپور دا هم وایي، چې ډېری افغان کډوال د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته نه شي تللی. یوې افغانې ښځې په اسلام‌اباد کې ویلي: “لور مې ناروغه ده، خو د پولیسو د نیولو له وېرې یې روغتون ته نه شم بیولای.”

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې ګڼې کورنۍ سره جلا شوې دي او ان ځینې ماشومان یوازې افغانستان ته استول شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو جبري ستنول ښايي د شکنجې ضد د ملګرو ملتونو د کنوانسیون او نړیوالو قوانینو خلاف عمل وي، ځکه دا کسان داسې ځای ته استول کېږي چې هلته د ځورونې، شکنجې او جدي خطر امکان موجود دی.

فرشته عباسي له پاکستانه غوښتي، چې د پولیسو ناوړه چلند ودروي او د افغان کډوالو جبري ایستل سمدستي پای ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *