افغانستان

د ښوونکو کمښت او اقتصادي ستونزې؛ په ولایتونو کې د ښوونځیو کچه ټیټه شوې

د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د ښوونکو کمښت او اقتصادي ستونزو د ښوونیز نظام پر وضعیت ژور اغېز کړی، او له همدې امله ګڼ هغه ښوونځي چې پخوا پکې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کېدې، اوس ابتداییه یا متوسطه کچې ته راښکته شوې دي.

د سیمو اوسېدونکي او د زده کوونکو کورنۍ وایي، د ښوونځیو د کچې ټیټېدو د زده کړو بهیر سخت اغېزمن کړی او ډېر زده کوونکي له زده کړو پاتې شوي دي. د هغوی په خبره، پخوا زده کوونکو کولی شول په خپلو کلیو یا نږدې سیمو کې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړي، خو اوس اړ دي، چې لوړو ټولګیو ته د رسېدو لپاره لرې سیمو ته مزل وکړي.

د معلوماتو له مخې، ډېری کورنۍ د سختو اقتصادي شرایطو له امله نشي کولی د خپلو ماشومانو د تګ راتګ لګښت برابر کړي، ځکه چې د ورځني ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم په سخته پوره کوي. همدارنګه ویل کېږي، چې زده کوونکي، سره له دې چې زده کړو ته لېوالتیا لري، خو د اوږده واټن، ترانسپورټي ستونزو او لګښتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

ځینې سرچینې زیاتوي، چې د ښوونځیو ترمنځ اوږده فاصله نه یوازې د زده کوونکو پر دوامداره حضور اغېز کوي، بلکې د هغوی د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم زیاتوي.

د ښوونې او روزنې په برخه کې کارپوهان په دې باور دي، چې د ښوونکو کمښت د دې ستونزې له اساسي لاملونو څخه دی او که د ښوونکو د جذب او ملاتړ لپاره اغېزمن ګامونه پورته نه شي، د زده کړو بهیر به لا پسې زیانمن شي.

د زده کړو د حق ملاتړي ټینګار کوي، چې باید په ټولو سیمو کې زده کوونکو ته د اسانه لاسرسي وړ ښوونیز خدمات برابر شي، څو هېڅ ماشوم د فقر او واټن له امله له زده کړو بې برخې نه شي.

د ښوونکو کمښت، اقتصادي ستونزې او د ښوونځیو د کچې ټیټېدل هغه مهم عوامل دي، چې دا مهال د افغانستان د ښوونیز نظام پر وړاندې جدي ننګونې جوړوي. که دې ستونزو ته پر وخت او مؤثره رسېدنه ونه شي، نو د هېواد د راتلونکي نسل پر زده کړو به یې اوږدمهاله منفي اغېزې پاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *