د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، له ایراني پلاوي سره تر اوږدو خبرو وروسته دواړه لوري کومې هوکړې ته ونه رسېدل.
جی ډي ونس یوې خبري غونډې ته د وینا کولو پرمهال څرګنده کړې، چې دا خبرې شاوخوا ۲۱ ساعته روانې وې، خو په خبره یې پایله یې نه لرله او دا وضعیت د دواړو هېوادونو لپاره “بد خبر” دی.
نوموړي زیاته کړې، چې امریکایي لوري خپلې غوښتنې په واضح ډول وړاندې کړې وې او ټینګار یې کړی و، چې امریکا نه غواړي ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، ایراني پلاوي د امریکا دا شرطونه ونه منل، چې له امله یې خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.
تر اوسه ایراني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د واشنګټن او تهران ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر اختلافونه لا هم د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ اصلي لامل بلل کېږي.
کارپوهان وايي، که دا اختلافونه هوار نه شي، ښايي د سیمې پر امنیت او نړۍوالو اړیکو نورې اغېزې هم ولري.
