Uncategorized

په کریمیا کې د پوځي الوتکې د لوېدو پېښه کې ۲۹ کسان وژل شوي

د روسیې دفاع وزارت ویلي دي، چې د کریمیا ټاپو کې د یوې پوځي ترانسپورټي الوتکې د لوېدو له امله ۲۹ کسان وژل شوي دي.

د وزارت د اعلامیې په وینا، پېښه د الوتکې د غورځېدو له امله رامنځته شوې، خو د دې پېښې دقیق علت لا نه دی روښانه شوی.

سرچینې زیاتوي، چې د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي، او د اړوند جزییاتو په اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *