Uncategorized

تورخم دروازه د افغان کډوالو پر مخ بیا پرانیستل شوه

د رسنیو د راپورونو له مخې، نن سې شنبه د تورخم دروازه یو ځل بیا د هغو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه، چې غواړي افغانستان ته ستانه شي.

د معلوماتو له مخې، دا اجازه یوازې افغان کډوالو ته ورکړل شوې، ترڅو افغانستان ته ورباندې داخل شي.

تر دې وړاندې هم د مارچ په ۲۷مه دغه لاره د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوې وه، خو د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځي رژیم ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله بېرته وتړل شوه.

اوس مهال سلګونه افغان کورنۍ لا هم په تورخم او شاوخوا سیمو کې د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *