نړۍ

امریکایي رسنۍ:ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پای ته رسولو نیت لري

امریکایي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو نږدې سلاکارانو ته ویلي دي چمتو دی، چې د ایران پر وړاندې روان پوځي بریدونه پای ته ورسوي، ان که د هرمز ستراتیژیک تنګی په بشپړ ډول د تګ راتګ پر مخ خلاص هم نه شي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ غواړي اوسنی تاوتریخوالی مهار کړي او د هرمز تنګي د خلاصولو پېچلي عملیات بل وخت ته وځنډوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نوموړي د دې تنګي خلاصول د هر ډول اوربند لپاره یو اساسي شرط بللی و.

د سپینې ماڼۍ سرچینو ویلي، چې ټرمپ هڅه کوي د اپریل تر شپږمې نېټې پورې له تهران سره یوې هوکړې ته ورسېږي، څو د انرژۍ د بیو له امله پر امریکایي اقتصاد فشار کم شي.

بلخوا، د جګړې د لګښتونو زیاتوالی او په امریکا کې د پټرولو د بیو تر څلورو ډالرو پورته کېدل د ټرمپ پر ادارې فشار زیات کړی دی. شنونکي وایي، چې د انرژۍ بازار بې ثباتي د حکومت لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې ده.

سیاسي شنونکي په دې باور دي، چې سپینه ماڼۍ غواړي له ایران سره د یو منطقي چوکاټ تر سیوري لاندې خبرو ته لاره هواره کړي، که څه هم لا د ایران د انرژۍ پر مرکزونو د برید ګواښونه موجود دي.

تر اوسه د ایران له لوري د دې راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *