د اسوشیټیډ د راپور له مخې، روسیه ایران ته د هغو ډرونونو نوې جوپه لېږي، چې پرمختللې بڼې یې د اوکراین په جګړه کې کارول شوې دي.
د امریکایي او اروپایي چارواکو په وینا، دا ډرونونه د هغې ټکنالوژۍ پرمختللې نسخه ده، چې مخکې ایران مسکو ته د اوکراین له یرغل وروسته ورکړې وه. راپور زیاتوي، چې روسیې په دغو ډرونونو کې د هدایت (ناوبری) سیستمونه لا پرمختللي کړي دي.
د معلوماتو له مخې، ایراني ځواکونو په تېرو څه باندې یوې میاشتې کې پر اسرائیل د خلیج پر هېوادونو او د امریکا پر پوځي اډو د ډرونونو بریدونه زیات کړي دي. سره له دې چې ایران خپل د “شاهد” ډرونونه لري، خو ویل کېږي، چې د روسیې پرمختللې بڼې یې اغېز زیاتولی شي.
یو اروپایي استخباراتي چارواکي ویلي، چې د روانې میاشتې په ترڅ کې د روسیې او ایران ترمنځ د ډرونونو د لېږد په اړه “ډېرې فعالې خبرې” شوې دي. بل امریکایي دفاعي چارواکي ویلي، لا څرګنده نه ده چې دا لېږد یو ځلنی دی که دوامداره لړۍ به وي.
ځینې اروپایي سرچینې بیا وایي که د ډرونونو شمېر کم وي، نو ښايي د جګړې پر پایلو به یې اغېز محدود وي. چارواکو دا هم ویلي چې لا نه ده روښانه چې دغه ډرونونه په کومه لاره لېږدول کېږي، خو ګومان کېږي چې د مرستو تر نوم لاندې د ټرکونو کاروانونه هم کارېدلی شي.
بل لور ته امریکایي چارواکو ویلي، چې مسکو ته دا پرېکړه هم اسانه نه ده، ځکه هر هغه مهمات چې ایران ته لېږل کېږي، په خپله د اوکراین په جګړه کې د کارولو وړتیا کموي.
