د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د ایران پر وړاندې د ځمکنیو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیولی دی.
سيبياېس نیوز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا لوړپوړو پوځي چارواکو د داسې انتخابونو لپاره ځانګړي پلانونه او غوښتنې وړاندې کړي دي، په داسې حال کې چې واشنګټن د ایران پر وړاندې د خپل راتلونکي اقدام په اړه ارزونه کوي. ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ هم په دې اړه غور کوي، خو لا نه ده روښانه چې په کومو شرایطو کې به د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي؛ چې د مختلفو نظامي انتخابونو چمتو کول د پنټاګون عادي دنده ده او دا په دې معنا نه ده چې کومه مشخصه پرېکړه شوې ده. هغې زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ په اوس وخت کې د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو کوم پلان نه لري.
ټرمپ د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «اوس مهال کوم ځای ته ځواکونه نه لېږم» او زیاته کړې یې ده چې که داسې پرېکړه کوي، نو اعلان به یې ونه کړي.
د راپورونو له مخې، د ځمکنیو بریدونو په صورت کې د ایراني ځواکونو د نیولو لپاره احتمالي پلانونه هم تر بحث لاندې دي، او همدارنګه د سرتېرو د ځای پر ځای کولو او ساتلو لپاره ځایونه ارزول شوي دي.
همدارنګه ویل شوي چې امریکا منځني ختیځ ته د خپلو ځینو پوځي ځواکونو د استولو او ځای پر ځای کولو په حال کې ده، چې پکې د ۸۲م هوایي فرقې ځینې برخې، د چټک غبرګون ځواک او د سمندري ځواکونو ځانګړې ډلې شاملې دي.
