افغانستان

افغان نجونې تر شپږ ټولګي پورته د زده کړو د خلاصون غوښتنه کوي

د نوي تعلیمي کال د پیل لپاره یوازې څو ورځې پاتې دي، خو لا هم د نجونو د ښوونځیو د خلاصون هیلې کم رنګه دي، یو شمېر نجونې وایي، چې د پرلپسې پیځم کال لپاره د زده کړو څخه د محرومیت ویره ورسره ده.

افغان نجونې ټینګار کوي، چې تعلیم باید پر ټولو مساوي ډول پرانیستل شي او هېڅوک د جنسیت له مخې له زده کړو بې برخې نشي. دوی د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره غوښتنه کوي او وایي، ښوونه او روزنه د ټولو لپاره باید د لاسرسي وړ وي.

ځینې افغان سیاستوال، مدني ټولنې او نړۍوالې بشري حقونو ادارې د نجونو د تعلیم د محدودیتونو په اړه په پرلپسې ډول غبرګونونه ښودلي او د زده کړو پر وړاندې د موجودو محدودیتونو د ختمولو غوښتنه یې کړې ده. دوی وايي، چې د نجونو محرومیت د ټولنې پرمختګ ټکنی کوي او یاده کړنه د اسلامي او نړۍوالو معیارونو سره په ټکر کې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *