پوهنتون یو افغان استاد عبدالصمد روان رڼا ته ادعا کړې، چې د پاکستان د سفر پر مهال نیول شوی او د بند پر مهال یې د داسې کړنو شاهد و، چې په وینا یې د جګړې د تبلیغاتو لپاره ترې ناوړه استفاده شوې ده.
نوموړي ویلي، د جنورۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه پاکستان ته د شخصي کار لپاره تللی و او د همدې میاشتې په ۱۶مه د پاکستاني چارواکو له خوا نیول شوی، سره له دې چې د هغه په خبره، قانوني اسناد یې درلودل او د وتلو اجازه (Exit) هم ورسره وه.
روان زیاتوي، په زندان کې یې ګڼ شمېر افغانان او د کوزې پښتونخوا بېګناه پښتانه لیدلي چې بندیان وو او د زندان شرایط یې سخت او د اندېښنې وړ بللي دي.
د هغه په ادعا، د شپې ناوخته ځینې کسان چې ږیرې یې درلودې، د استخباراتي کسانو له لوري له زندانه ایستل کېدل او څو ساعته وروسته بېرته راوستل کېدل. نوموړي د یوه بندي له قوله ویلي، هغوی یوې لرې سیمې ته وړل کېدل، هلته به ورته جامې او وسلې ورکول کېدې او بیا به ترې ویډیو اخیستل کېده، څو داسې وښودل شي چې ګواکې هغوی وسلهوال کسان دي او د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
روان ادعا کوي، چې دا ډول ویډیوګانې وروسته نړۍوالو ته د جګړې د لاسته راوړنو په توګه وړاندې کېږي، څو د هغه په وینا نړۍوال افکار متأثر کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د سیمې د امنیتي وضعیت او د معلوماتي جګړې په اړه اندېښنې لا هم دوام لري.
