Afghanistan Politics

یار محمد تره‌ کی: خیبر پښتونخوا تر نیمایي د پاکستان له ولکې وتلې ده

د افغانستان د ولسي ګوند د رهبري شورا غړي یار محمد تره‌کي د رڼا لید خپرونه کې ویلي، چې د خیبر پښتونخوا شاوخوا ۵۰ سلنه سیمه د پاکستان له ولکې وتلې او پاکستاني امنیتي ځواکونه نه شي کولی د شپې پر سړکونو ازادانه ګزمې ترسره کړي.

د هغه په وینا، پخوا وسله‌وال یوازې په غرنیو سیمو کې فعال وو، خو اوس ښارونو ته هم راکوز شوي دي.
یار محمد تره‌کي وویل، چې پاکستان د وسله‌والو ډلو او پرله‌پسې بریدونو د مخنیوي په برخه کې پاتې راغلی او امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

په ورته مهال د وسله والو شخړو څارنې نړۍوالې ادارې (ACLED) د راپور له مخې، چې پاکستان کې د بریدونو شمېر د ۲۰۲۲ کال راهیسې په پرله پسې ډول زیات شوی دی. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کال ترمنځ د پاکستان بریدونه له ۶۵۸ څخه ۲۴۲۵ ته لوړ شوي او د تحریک طالبان پاکستان بریدونه له ۱۱۸ څخه ۸۳۸ ته لوړ شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې خیبر پښتونخوا له امنیتي ننګونو او پر پولیسو د بریدونو له زیاتوالي سره مخ ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *