د ننګرهار پخواني والي او شاه محمود میاخیل ویلي، تر هغه چې افغانستان د پاکستان پر وړاندې سمدستي او واضح سیاسي ځواب ورنه کړي، نظامي اقدام نه یوازې اغېزمن نه دی، بلکې عملي کېدل یې هم ناشوني دي.
میاخیل وایي، افغانستان دا مهال د طالبانو د ناسمو پالیسیو، د هغوی د مشر د نه څرګندېدو، او د مشروع سیاسي جوړښت د نشتون له امله په نړۍواله کچه منزوي شوی او نشي کولی د خپلو ملي حقونو دفاع وکړي. د نوموړي په باور، د پاکستان د تېریو پر وړاندې د افغانستان د دفاع لپاره درې اساسي لارې شته.
د پاکستان هوايي بریدونه؛ د ملي حاکمیت ښکاره نقض
د میاخیل په وینا، پاکستان په وروستیو کې د هوايي بمباریو له لارې د افغانستان پر پایتخت، ولایتونو او کلیو پرلهپسې بریدونه کړي، چې په پایله کې یې بېګناه ملکي وګړي، د کرکټ لوبغاړي هم پکې شهیدان شوي دي.
هغه زیاتوي چې دا بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت، خاورې او ولس پر وړاندې د نړیوالو سیاسي او حقوقي اصولو ښکاره سرغړونه او په عملي ډول د افغانستان پر وړاندې د جګړې اعلان دی. که څه هم پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې ښکېل پاتې شوی، خو دا ډول علني هوايي بمبارۍ یې مخکې نه وې ترسره کړې او ډېری وخت به یې له خپلو کړنو انکار کاوه.
د طالبانو لپاره لومړی ګام؛ سیاسي او دیپلوماتیک اقدام
شاه محمود میاخیل وایي، اوس وخت رارسېدلی چې طالبان د پاکستان د سفارت او قونسلګریو مسوولین له افغانستانه وباسي او خپل دیپلوماتیک استازي له پاکستانه راوغواړي.
د هغه په خبره، له پاکستان سره لارې له وړاندې تړلې دي او پاتې اړیکې هېڅ عملي ارزښت نه لري. میاخیل خبرداری ورکوي چې که طالبان دا ګام وانخلي، نو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه پخوانۍ څرګندونې به سمې ثابتې شي چې ګواکې د پاکستان ځینې کړنې او د طالبانو د واکمنو ځینې پالیسي ګانې له یو بل سره همغږي دي، او موخه یې د افغانستان د خاورې دوامدار اشغال دی.
لویه جرګه؛ د ولسي مشروعیت د بیا رامنځته کولو هڅه
د میاخیل په وینا، که طالبان دغه سیاسي او مشروع غبرګون وښيي، نو دوهم مهم ګام باید د یوې عاجلې لویې جرګې را بلل وي. دا جرګه باید د افغانستان د ټولو قومونو، سیمو او ټولنیزو اقشارو استازولي وکړي.
هغه وایي، لویه جرګه کولی شي هم د پاکستان پر وړاندې ملي پرېکړه وکړي او هم د راتلونکي لپاره د ولسي مشروعیت بنسټ کېږدي.
دیپلوماسي تر جګړې مهمه ده
د میاخیل د څرګندونو له مخې، کله چې ولسي مشروعیت ترلاسه شي، افغانان به وکولی شي په داخل او بهر کې د افغانستان د مشروع او قانونمند حکومت ملاتړ وکړي او په ملي او نړیواله کچه د هېواد دفاع وکړي.
هغه ټینګار کوي چې په اوسني نړیوال نظم کې دیپلوماسي تر جګړې ډېره مهمه ده. نوموړی خبرداری ورکوي چې که طالبان دا دوه اساسي پرېکړې ونه کړي، نو د پاکستان یرغلونه او بمبارۍ به نه لومړۍ وي او نه وروستۍ.
د سیمې لپاره د نوي بحران خبرداری
میاخیل وایي، که څه هم پاکستان به د بمباریو له لارې ستراتیژیکه لاسته راوړنه ونه لري، خو دا کړنې به ټوله سیمه د یوه نوي جګړې او افراطیت ډګر وګرځوي. د هغه په خبره، په داسې حالت کې به نه یوازې افغانان، بلکې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې نور هېوادونه هم د یوه نامعلوم او اوږدمهاله جګړې له جدي خطر سره مخ شي.
