افغانستان

د خیبر پښتونخوا سر وزیر د پاکستاني پوځ په بریدونو کې ملکي تلفات غندلي

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل افریدي په تیرا دره کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو او د پنځو نورو د ټپي کېدو پېښه غندلې ده. هغه ویلي، چې په خېبر ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لخوا ملکي تلفات د بې‌کفایتۍ او ناتوانۍ پایله ده.

سر وزیر افریدي په داسې حال کې دې پېښې ته غبرګون ښودلی، چې د پاکستاني پوځي رژیم د فرضي کرښې دواړو غاړو ته پر عامه خلکو بمبارونه زیات شوي، چې په کې ګڼ شمېر ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ماشومان، وژل شوي دي.

د بشري حقونو فعالان د نړۍوالې ټولنې او په خاص ډول د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتنه کوي، چې د پاکستان یاد بریدونه ودروي او عدالت ته د ښکېلو کسانو سپارلو چارې یقیني کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *