افغانستان سیاست

اسلام‌اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر پاکستان احضار کړی دی

د مستعمرې پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په موټر بم برید کې د ۱۱ پاکستاني امنیتي ځواکونو له وژل کېدو وروسته؛ د پاکستان حکومت په اسلام‌اباد کې د طالبانو پر وړاندې احتجاج ثبت کړی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د طالبان مرستیال سفیر ور وغوښت او د یاد برید په تړاو یې خپل شدید اعتراض ورته وړاندې کړی.
د اکسپرېس ټریبون ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو له خوا ونه کارول شي او د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره دې جدي او عملي ګامونه واخیستل شي.

پاکستاني چارواکو ویلي، یاد موټر بم برید د باجوړ ولسوالۍ کې شوی، چې د خیبر پښتونخوا له ناامنو سیمو څخه ګڼل کېږي او په ترڅ کې یې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې بریدونه زیات شوي، چې پاکستاني چارواکي یې د افغان طالبانو او هند کار بولي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او هندي چارواکو دغه تورونه تل رد کړي او وایي، چې پاکستاني چارواکي خپله ناکامي پر نورو وراچوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *