افغانستان

برادر: هېوادونه دې د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره اړینه ده، چې هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حریمونو ته درناوی ولري او د تقابل پر ځای د تعامل لاره خپله کړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت په خپله اېکسپاڼه خبر ورکړی، چې ملا عبدالغني برادر دغه څرګندونې نن د یوې نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې د فراغت په مراسمو کې وکړې. د نوموړي په وینا، برادر فارغانو ته د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د دوی حکومت د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې له سیمه‌ییز او نړۍوال مشارکت ملاتړ کوي.

هغه همداراز پانګوالو ته د نږدې راتلونکي لپاره د یو تر پنځو کلونو پورې د مالیاتي معافیت زېری ورکړ او زیاته یې کړه، چې دا اقدام به د هېواد اقتصادي وده او ځان‌بسیاینه پیاوړې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *