د یونان د «خیوس» ټاپو په ساحل کې د مهاجرو د یوې کښتۍ او د یونان د ساحلي ګارد د بېړۍ د ټکر له امله، د افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په پېښه کې دوه یوناني سرتېري او یو شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.
د لوېدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د مهاجرو کښتۍ هڅه کوله د یونان سواحلو ته ورسېږي. د یونان ساحلي ګارد ویلي، ۲۴ نور مهاجر یې له سمندر څخه ژغورلي او د درملنې لپاره نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.
خیوس ټاپو اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ له مهمو لارو څخه بلل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې پکې ورته خونړۍ پېښې ډېرې شوې دي. د خوندي لارو نشتون، خرابې کښتۍ او خطرناکې سمندري لارې لاهم د زرګونو مهاجرو، په ځانګړي ډول افغانانو، ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
