نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د ټرمپ د ادارې لهخوا د بهرنیو مرستو د کمولو له پرېکړې یو کال وروسته، افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ شوی دی. د راپور له مخې، په دې هېواد کې د ماشومانو لوږه د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او نږدې ۴۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې میلیونونه کسان یې له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، افغانستان یوازېنی هېواد نه دی، چې د امریکا د بهرنیو مرستو د کمېدو له اغېزو سره مخ شوی دی. د ټرمپ د ادارې لهخوا د نړیوالو مرستو تر کمولو وروسته، په منځني ختیځ، افریقا او د لاتینې امریکا په یو شمېر هېوادونو کې هم بشري پروګرامونه له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
راپور زیاتوي چې په یمن، سوډان، سومالیا او هایتي کې د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د ماشومانو د تغذیې پروګرامونه یا بند شوي او یا هم په شدیده توګه محدود شوي دي. په دغو هېوادونو کې زرګونه کورنۍ له لوږې، ناروغیو او بېځایه کېدو سره مخ دي.
