د اسوشیټدپریس د راپور له مخې، د اسراییلو پوځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې تازه هوايي بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې لږ تر لږه ۲۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، په وژل شويو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل دي، چې په دې کې یو ۱۰ ورځنی ماشوم او یو ۵ میاشتنی ماشوم هم شامل دي.
د شمالي غزې د طفې په سیمه کې په یوه برید کې ۱۱ کسان وژل شوي چې زیاتره یې د یوې کورنۍ غړي وه. په خان یونس کې هم څو نور فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د اسراییلو یوه پوځي چارواکي اسوشیټدپریس ته ویلي، چې دا بریدونه وروسته له هغې تر سره شوي چې یو اسراییلي سرتېری د فلسطیني وسلوالو په برید کې سخت ټپي شوی وه، د اسراییلو پوځ زیاته کړې چې د خپلو ځواکونو د امنیت د ساتنې لپاره به عملیات جاري وساتي.
حماس او ځینو عربي او اسلامي هېوادونه دا حملې غندلي او له اوربند څخه یې ښکاره سر غړونه بللې.
د اسراییلو دا تازه بریدونه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰ نېټې راهیسې د عملي شوي اوربند په جریان کې تر ټولو خونړي بریدونه بلل کېږي.
د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د اوربند له پیل وروسته لږ تر لږه ۵۳۰ فلسطینیان وژل شوي دي او په غزه کې د جګړې د پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۷۱ زره او ۸۰۰ څخه زیات شوی دی.
