د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف، د هرات ولایت په رسمي سفر راغلی او د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم له وزیر ملا هدایتالله بدري سره یې په ګډه د تورغونډۍ بندر د پراختیایي او زیربنایي کارونو او د تاپي پروژې د جریان څخه لیدنه کړې.
د کانونو پترولیم وزارت ویاند همايون افغان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، “چې دواړو غاړو د تورغوندۍ بندر د ظرفیت د زیاتولو، د ترانزیتي اسانتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړې.”
په ورته وخت کې ملا هدایت الله بدري، ټاپي پروژه د سیمې لپاره یوه حیاتي او مهمه اقتصادي پروژه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دې پروژې کارونه باید د ګډو همکاریو، لوړ معیارونو او ټاکل شوې مهال ویش پر بنسټ پر مخ لاړ شي.
د معادن او پترولیم وزارت ویلي چې دغه پروژې د افغانستان او ترکمنستان اړیکو پیاوړتیا او د سیمې اقتصادي تړاو لپاره مهمې دي.
