ایراني چارواکو د واشنګټن له لوري د پوځي ګواښونو په وړاندې د سخت، سمدستي او بېساري غبرګون خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی، چې د یورانیمو د غنيکولو له حق څخه به هېڅکله تېر نه شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د دغه هېواد وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي سناریو پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري او تېرو شخړو تجربو ایران لا پیاوړی کړی دی.
نوموړي زیاته کړې، هغه درسونه چې د وروستۍ دولس ورځنۍ جګړې څخه ترلاسه شوي، تهران ته دا توان ورکړی، چې لا چټک، دقیق او ژور ځوابونه برابر کړي.
عراقچي په ورته وخت کې ویلي، ایران له امریکا سره د اټومي خبرو اترو د دوام هرکلی کوي، خو روښانه یې کړه، چې د یورانیمو د غنيکولو موضوع د ایران له بنسټیزو حقونو څخه ده او د کوم امتیاز وړ نه ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی، که ایران د واشنګټن غوښتنې ونه مني، نو له سختو پوځي بریدونو سره به مخامخ شي؛ هغه غوښتنې چې پکې په ایران کې د یورانیمو د غنيکولو بشپړ بندېدل هم شامل دي.
په همدې تړاو، د ایران د دفاعي شورا غړي او د ستر مشر علي خامنهیي استازي علي شمخاني د ټرمپ ګواښونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د «محدود برید» تصور یو ناسم خیال دی. د نوموړي په وینا، د امریکا هر ډول پوځي اقدام به د پراخې جګړې د پیل معنا ولري او د ایران ځواب به بېساری، هر اړخیز او سملاسي وي.
شمخاني همداراز خبرداری ورکړی، چې که پر ایران برید وشي، نو د ځواب تمرکز به یوازې پر بریدګر نه وي، بلکې د یرغل د ملاتړو مرکزونه، په ځانګړي ډول د اسرائیلو مهمې سیمې به هم تر هدف لاندې راشي.
بلخوا، د سپاه پاسداران د انقلاب ویاند علي محمد ناییني ویلي، چې د ایران پر ضد د پوځي فشار لاره ناکامه شوې ده. هغه ټینګار کړی، ایران د امریکایي چارواکو د ټولو احتمالي سناریوګانو لپاره چمتووالی لري او د جګړې پر ډګر بشپړ واک لري. د نوموړي په باور، د سپینې ماڼۍ مشرتابه دا مهال له سیاسي ګډوډۍ او ستراتېژیکې بېوسۍ سره مخ دی.
د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ وروسته له هغه زیات شو، چې واشنګټن د ایران د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره سخت دریځ خپل کړ او پر تهران یې د اقتصادي بندیزونو ترڅنګ پوځي ګواښونه هم زیات کړل. ایران بیا تل ټینګار کړی، چې اټومي فعالیتونه یې سولهییز دي او د نړیوالو تړونونو له مخې د یورانیمو د غنيکولو قانوني حق لري. د دواړو لورو ترمنځ دا اختلافات د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
