افغانستان

د طالبانو پر قوانینو باندې اعتراض کوونکي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

د طالبانو  حکومت د عدلیې وزارت وايي، د دوی  تقنیني اسناد په بشپړ ډول د اسلامي شریعت مطابق جوړ شوي. په وینا، یې پر اسلامي قوانینو نیوکه، پر اسلامي شریعت نیوکه ده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی تقنيني اسناد د افغانستان د جیدو علماوو د ګڼو هیئتونو لخوا د هر وزارت او اړوندې ادارې، د عدلیې وزارت، سترې محکمې او د حکومت مشر د دفتر په کچه د الله تعالی د کتاب، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او د حنفي فقهې د مستندو کتابونو پر بنسټ تدوین او تخریج کېږي.

عدلیې وزارت وايي، د طالبانو پر تقنيني اسنادو نیوکې او اعتراضونه شرعي او علمي بنسټ نه لري بلکې د جهل او ناپوهۍ له‌مخې تر سره کېږي.

یا وزارت ویلي، چې  پر دغو قوانینو اعتراض کوونکي کسان به عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *