په مستعمره پښتونخوا کې د پاکستان اعلی وزیر سهیل افریدي اعلان کړی، چې د خیبر جمرود په یو ورزشي لوبغالي کې به د خیبر ټولو قومونو ستره جرګه د راتلونکې یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۲مه) راوبلل شي.
نوموړي ویلي، په پاکستان کې د عمران خان حکومت نسکورېدو وروسته په پښتوخوا کې ناامني زیاته شوې او د پښتونخوا اقتصاد سخت زیانمن شوی.
د هغه په وینا؛ اوس پانګهوال او ځوانان د پاکستان پرېښودو لارې لټوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د صوبې د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډه جرګه کې به د ټولو په رایه ۱۵ مادهییزه اجنډا منظوره شي او پرېکړه به وشي، چې د ستونزو د حل لپاره به په ګډه کار کېږي، ترڅو په سیمه کې تل پاتې امن راشي.
نوموړي همدارنګه په تېراه کې د پوځ عملیاتو په اړه هم ویلي، چې په تېراه کې پوځ عملیات نه دي کړي. خو افریدی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې نوموړی ویلي و، چې ایالتي حکومت به د تیراه سیمې هغه کورنۍ یوازې پرېنږدي چې د پوځي عملیاتو له امله بېځایه شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مستعمرې پښتونخوا په تېراه کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله شاوخوا ١٧ زره کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې دي.
