افغانستان

بېل ګېټس بنسټ؛ په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ٦٠٠ زره ډالرو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی، چې د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ له لوري د ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو په مرسته به د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله اغېزمنو شویو ماشومانو او کورنیو ته بېړنی ژمنی ملاتړ برابر شي.

یونیسف د یوې خبرپاڼې له مخې ویلي، چې دغه مرسته به په بېړنیو بشري مرستو ولګېږي او موخه یې دا ده، چې د زلزلو له امله زیانمنو شویو ماشومانو او کورنیو ته د ژمي په سړه هوا کې اړین ملاتړ ورسوي.

د یونیسف په وینا، د بېل او ملیندا ګېټس بنسټ دا مالي مرسته سازمان ته دا توان ورکوي، چې پر شاوخوا ١ زرو ٤٥ اغېزمنو کورنیو بېړنۍ نغدي مرستې ووېشي، څو خپلې لومړنۍ اړتیاوې لکه خواړه، تودوخه او درمل پوره کړي.

افغانستان په وروستیو میاشتو کې د پرله‌پسې طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول زلزلو شاهد پاتې شوی، چې د ختیځو ولایتونو ګڼې کورنۍ یې له جدي زیانونو سره مخ کړې دي. دا پېښې داسې مهال رامنځته شوې، چې هېواد لا له وړاندې له بشري ناورین، بېوزلۍ او سخت ژمني موسم سره لاس او ګرېوان دی.

نړیوال بشري بنسټونه ټینګار کوي، چې ماشومان د دغو پېښو تر ټولو زیانمن قشر دی او د هغوی د ساتنې او ملاتړ لپاره بېړنیو او دوامدارو مرستو ته اړتیا ده. یونیسف هم ویلي، چې د نړیوالو مرسته کوونکو ملاتړ د دې سازمان لپاره حیاتي ارزښت لري، څو د افغانستان له زیانمنو ماشومانو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *