افغانستان سیاست

ښاغلی اتمر یې د سولې لپاره زرین فرصت بولي؛ خو د طالبانو له منځه  لوړ پوړې سرچینې وایي، په غبرګون نه ارزي.

که څه هم طالبانو رسمي څه نه دي ویلي. خو د طالبانو لوړ پوړې او معتبرې سرچینې رڼا ته د وروستیو سیاسي اعلامیو په اړه وایي، دغه ډول حرکتونه د نورو هېوادونو د پام جلبولو لپاره کېږي او وايي، اوس لپاره په ځواب نه ارزي. خو ښاغلی اتمر دا د بین الافغاني مذاکراتو زرین فرصت بولي.

د افغانستان یو شمېر سیاسي مشرانو ګډه اعلامیه د سولې لپاره د ستر فرصت په توګه وړاندې کړه. محمد حنیف اتمر  د خپل  اېکس لارې ویلي، دا د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مهم فرصت دی او طالبان باید ترې ګټه واخلي.

بلخوا د ملي امنیت پخوانی مشر انجنیر رحمت الله نبیل، وایي، چې افغانان نور په بهرنیو پلازمېنو کې جوړې شوې طرحې نه مني او دا ډول پلانونه اغیزناک نه دي.

ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې د نوي ائیتلاف ځینې مشران څو ورځې وړاندې په ایران کې راټول شوي وو. دا لومړی ځل دی، چې څو سیاسي اړخونه په ګډه د خپلو غوښتنو لپاره د طالبانو سره مذاکرات غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *